انصار: (د سلواغی ۱۳ مه)، د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه مرکه کې د چین پر هغو ژمنو توندې نیوکې کړي، چې په افغانستان کې یې د پانګونو په اړه کړې دي.
ښاغلي غني ویلي، په افغانستان کې د چین د پانګونې نوې ژمنې خیالي دي او دې هېواد پخوا هم په ګڼو برخو کې د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي، چې یو یې هم نه دی عملي کړی.
هغه په دې برخه کې د چین لخوا د ۱۰ زرو کورونو د جوړولو ژمنه، د یو شمېر کانونو د استخراج تړونونه او نور یاد کړي او ویلي، چې په چین کې د دغو ژمنو د عملي کولو دستګاوې کمزورې او افغانستان ته په لوړه بیه تمامیدونکې دي.
د ښاغلي غني نیوکو ته چینایي او پر افغانستان واکمنو طالب چارواکو غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د چین ولسمشر د دغه هېواد لپاره د طالبانو د رژیم د سفیر بلال کریمي باور لیک ومانه.
دغه کار د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون د طالبانو د یو شمېر مخالفو ډلو توند غبرګون ښودلی او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو نا اعلان شوې بڼه یې ګڼلې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29944